د جنورۍ ۲۶مه د بومي آسټرالیایانو لپاره څه معنی لري؟

BRISBANE INVASION DAY RALLY

Invasion Day Rally, Brisbane 2024. Source: AAP / JONO SEARLE

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د جنورۍ ۲۶مه نېټه په آسټرالیا کې د ملي ورځې په توګه پیژندل شوې، خو دا نېټه جنجالي ده.


د جنورۍ ۲۶مه په آسټرالیا کې د استعمار د پیل ورځ ده. دا هغه ورځ ده چې بریټانویانو په لومړي ځل په ۱۷۸۸ کال کې په سیډني کې د یونین جیک بیرغ پورته کړ.

د آسټرالیا ورځ له ۱۹۳۵ کال راهیسې د جنورۍ په ۲۶مه نېټه لمانځل کېږي، مګر له ۱۹۹۴ کال راهیسې هر کال دغه ورځ په آسټرالیا کې عامه رخصتي وي.

له ۱۹۳۸ کال راهیسې، ابورجینل او د تورس تنګي د ټاپوګانو اوسېدونکي دا ورځ د ماتم د ورځې په توګه لمانځي. د آسټرالیا ډېری خلک د دې ورځې له لمانځلو ډډه کوي او د ملي رخصتۍ د بدلولو غوښتنه کوي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
BRISBANE INVASION DAY RALLY
Invasion Day Rally in Brisbane, 2024 Source: AAP / JONO SEARLE
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول