په آسټرالیا کې درملتونونه څنګه کار کوي؟

Pharmacist with customer

Pharmacists dispense prescription medicine. Source: Getty / Tom Werner/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د آسټرالیا پېژندنې په دغه پوډکاسټ کې مو په دې اړه معلومات راغونډ کړي چې په آسټرالیا کې درملتونونه څنګه کار کوي او کله چې تاسو درملتون ته ولاړ شئ نو څه تمه کولی شئ ولرئ.


په آسټرالیا کې فارمسسټان یا درمل جوړونکي د نسخې درمل چمتو کوي او خلکو ته د روغتیایي پاملرنې مشورې ورکوي. د دې ترڅنګ خلکو ته د خوندي درملو کارولو او د ناروغیو د مخنیوي په اړه هم روزنه ورکوي.

که چېرې تاسو ناروغ یاست او ستاسو ډاکټر تاسو ته د درملو وړاندیز کوي، نو تاسو باید په خپلې سیمې کې درملتون ته ولاړ شئ او له هغه ځای څخه خپل درمل ترلاسه کړئ.

فارمسسټان یا درمل جوړونکي په آسټرالیا کې د روغتیايي پاملرنې داسې مسلکي خلک دي چې پراخه خدمات وړاندې کوي.

مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات دلته په رپوټ کې واورئ.
e-script accessible via mobile phone
E-scripts are accessible on your phone Credit: Yong Hwee Goh
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.


شریکول