ولې په افغانستان کې یو شمېر ځوانان د ځان وژنې هڅه کوي؟

Mental problems

ولې په افغانستان کې یو شمېر ځوانان د ځان وژنې هڅه کوي؟ Source: Moment RF / Kinga Krzeminska/Getty Images

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

که څه هم په افغانستان کې د ځان وژنې د پېښو شمېر له رسنیو سره نه دی شریک شوی، خو غیر رسمي سرچینې وایي چې تر سیاسي بدلون وروسته د ژور خفګان او نورو عواملو له کبله د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي.


ځان وژنه یا خودکشي یو له هغو مواردو څخه شمېرل کیږي چې په افغانستان کې وخت ناوخت یو شمېر افغانان پرې لاس پورې کوي.

اقتصادي ستونزې، بېکاري او کورنی تاوتریخوالی په افغانستان کې د ځان وژني عمده لاملونه بلل کېږي.
LISTEN TO
Pashto_ walwar image

لوړ ولور؛ هغه ټولنیزه ستونزه چې په افغانستان کې ځینې له واده پاتې کوي او یو شمېر کډوالۍ ته مجبوره کوي

SBS Pashto

03/12/202406:46
په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو راپدیخوا ګڼو هغو کسانو چې پخوا يې دندې درلودې خپلې دندې له لاسه ورکړي چې اوس وخت له سخت فقر او غربت سره مخ دي.

ارواپوهان بیا د ځان وژنې یا خودکشۍ عوامل فردي په ګوته کوي خو وايي، په افغانستان کې ډیری خلک له فقر، کورني تاوتریخوالي او اقتصادي ستونزو څخه کړېږي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.


شریکول