د نړۍ هر هيواد خپل قانون لري او ډيره کې امنيتي ادارې هم د هماغه قانون له مخه له خلکو سره راکړه ورکړه کوي.
اسټراليا کې د پوليس واک او صلاحيتونه ښکاري دي او د هغې ترڅنګ عامو خلکو ته هم حق ورکړل شوی ترڅو د پوليس سره مخامخ کيدو وروسته خپل له حقونو څخه دفاع وکړي.
څه موده وړاندې يو پوليس چې د دوه افغان ميرمنو موټر درولو وروسته له هغو سره ناوړه چلند کړ، يادو ميرمنو د پوليس لدې عمل څخه شکايت وکړ او له پلټنې وروسته پوليسو له افغان ميرمنو څخه بښنه وغوښته او د محکوم پوليس رتبه يې ټيټه او ادارې کار برخې ته بدل شو.
اسټراليا کې ميشت حقوق پوه او وکيل ډاکټر نظير داور پر ټولو هغو مهمو برخو قانون له مخه رڼا اچوي کوم چې د پوليس او يو عام کس ترمينځ پيښ کيدای شي.تاسې پوليس پر وړاندې خپل حقونو او هم پوليس صلاحيتونو په اړه بشپړه مرکه دلته واورئ.
Source: Supplied