د آسټرالیا په ایالتونو او سیمو کې د اور وژنې ادارې چارواکي ، د اور لګېدنې فصل ته د تیاري په حال کې دي.
کیپټان فېل ټاونسینټ ، د وېکټوریا په ایالت د کنټري فایر آتورټي ، د اور وژنې ادارې رضاکاره اور وژونکی دی. هغه وايي تاسو باید خپل چمتووالی له یوې ساده کتنې سره پیل کړئ. پدې مانا چې تاسو وګوره چې آیا د اوبو پمپ په کور کې لرئ او که نه؟ ترڅو د اور لګېدنې پر مهال د خپل کور د چت اور مړ کړئ.
د دې ترڅنګ تاسو باید وګورئ چې آیا د اور وژنې لپاره یو پلان له تاسو سره شته او که نه؟
نوموړی وايي ، هغه کسان چې د اور وژنې لپاره یو ښه پلان لري ، د دې چانس ډېر زیات دی ترڅو وکولای شي د اور لګېدنو پر مهال خپل کور وژغوري .
لا ندې مهمې خبرې کولای شي، د اور لګېدو چانس کم کړي یا هم له تاسو سره د اور وژنې په برخه کې مرسته وکړي:
- د خپل کور د اوبو ناوه له پاڼو او وړو لرګیو څخه پاکه کړئ
- د اوبو شیندلو سیستم له ناوو سره وصل کړئ
- د خپل کور د چمن واښه مه پرېږدی چې لوی شي
- د اوبو یو اوږد پیپ ولرئ ترڅو د کور هرې برخې ته ورسېږي
ښاغلی کیپټان فېل ټاونسینټ، همدا راز په دې خبرې هم تاکید کوي چې د اور وژنې د پلان ترڅنګ د اور لګېدنو پر مهال د ځان ژغورلو لپاره د پلان شتون هم لازمي ده.
نوموړی وايي، د کور پرېښودولو لپاره پلان ولرئ او د کورنۍ ټولو غړو ته د دغه پلان په اړه معلومات ور کړئ ترڅو د اړتیا پر وخت پوه شي چې څه باید وکړي.نوموړی وايي، د آسټرالیا په هر ایالت کې د اور وژنې ادارې پر خپله وېب پاڼه د کور پرېښودلو یا خالي کولو پلان لري او تاسو کولای شئ هغه ترلاسه کړئ
Source: Getty Images/Vicki Smith
د بېړنیو مرستو د بکسې شتون هم مهمه دی، د یادې بکسې شتون کولای شي له تاسو سره مرسته کوي ترڅو مهمو شیانو ته د کور پرېښودلو پرمهال آسانه لاسرسی ولرئ.
په یاد ولرئ چې د بېړنیو مرستو بکسه باید د اوبو ضد واوسېږي ترڅو د او وژنې او تېښتې پر مهال لمده نشي.
Source: Getty Images/Stuart Ashley
ستاسو د بېړنیو مرستو په بکس کې باید لاندې شیان شامل واوسېږي:
- د لومړنیو مرستیو کېټ
- مهمه اسناد او عکسونه
- نقدې پیسې، کریډت کارت او د اې ټي ایم کارت
- موبایل او چارجر
- د ناروغ درمل او نور شیان
کیپټان ټاونسینټ وايي، که چېرې له تاسو څخه غوښتنه وشي ترڅو خپل کورونه پرېږدئ نو د دغه امر اطاعت وکړئ او خپل کور پرېږئ.په خپل ایالت او سیمې کې د اور وژنې ادارې له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ او د خپل کور د ژغورلو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړئ.
Source: Getty Images/Gareth Griffiths
په وېکټوریا ایالت کې د جلدي سوځېدنو په اړه لا ډېر معلومات له لاندې وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ:
که چېرې تاسو غواړئ په خپله ژبه د اور وژنې خدمتونو په اړه معلومات ترلاسه کړی، نو د ژباړې خدمتونو ادارې ته په ۵۰ ۱۴ ۱۳ شمېرې زنګ و وهئ.