د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ زرګونه کسان له خپلو اوښانو سره آسټرالیا ته د کار لپاره راغلي وه چې په دغه هېواد کې د اوښبه افغانانو په نوم یادېږي.
د دوست محمد بلوڅ د پیدایښت د نېټې په اړه دقیق معلومات نشته، مګر ځینې اسناد ښيي چې هغه په ۱۸۷۳ م کال کې د بلوچستان په بکر سیمه کې زېږېدلی وه.
دوست محمد په ۱۸۹۳م کال کې د لویدېځې آسټرالیا، فریمنټل سیمې ته له ۲۵ اوښاونو سره د لومړي ځل لپاره را رسېدلی وه.
اسناد ښيي چې دوست محمد بلوڅ بریټانیوي هند ته له سفر وروسته په خپل کلي له "اني شارلوت ګرېګو" سره واده کړی او تر هغې وروسته بېرته آسټرالیا ته را ستانه شوي.
د اوښبه افغان دوست محمد بلوڅ د مرګ په اړه په جزیاتو معلومات نشته، مګر اسناد ښيي چې نوموړی په ۱۹۰۹ م کال کې د خپلو اوښو لخوا په خپل کور کې وژل شوی وه، مګر په بروم ښار کې محکمې تورن کسان بېرته خوشې کړي.
د دوست محمد بلوڅ له مرګ شاوخوا یو کال وروسته د ۱۹۱۰م کال په مې میاشت کې، د هغه میرمن "اني شارلوت ګرېګو" او ماشومان بریټانیوي هند ته تللي. مګر ۳ میاشتې وروسته هغه د بریټانیوي هند په کراچۍ ښار کې د خوب پرمهال په چاقو وهل شوې او وژل شوې.
دا او نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.