آسټرالیا ته د راغلو کډوالو په ډله کې یو تن د بیجا درویش په نوم یادېده. په ځینو ځایونو کې راغلي چې د نوموړي پوره نوم دروېش بېجا جخراني بلوڅ وه.
اسناد ښيي چې بېجا دروېش په اصل کې د بلوڅانو له قوم سره تړاو درلود او په ۱۸۶۲ م کال کې په بلوچستان کې زېږېدلی وه.
نن ورځ بلوڅان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ژوند کوي مګر ډیری بلوڅان د پاکستان په بلوچستان، د افغانستان په نیمروز او د ایران په سویل ختیځو سیمو کې ژوند کوي. له همدې اړه پدې اړه دقیق معلومات نشته چې بېجا دروېش د بلوچستان په کومه برخه کې زېږېدلی.
نوموړي په ځوانۍ کې له بریټانیوي ځواکونو سره په کندهار او کراچۍ ښار کې دندې ترسره کړې او د سرجینټ پوځي رتبه یې هم ترلاسه کړې وه.
په ۱۸۹۰ م کال کې بېجه درویش له بریټانیوي هند څخه آسټرالیا ته راغلی او د دغه هېواد د لرې پرتو سیمو په کشف او د آسټرالیا په پرمختګ کې یې مهمه رول لوبولی.
په ۱۸۹۶ م کال کې د سویلي آسټرالیا د سروې ادارې، کشف کوونکي لارنس وېلز غوښتل ترڅو په لویدیځې آسټرالیا کې له Mullewa سیمې څخه Derby سیمې ته علمي سفر وکړي ترڅو د دغو دواړو کوچنیو ښارونو ترمنځ سیمې کشف کړي.
د آسټرالیا د بیوګرافیو په قاموس کې راغلي چې درویش بېجا په دغه علمي سفر کې د لارنس وېلز ملتیا کړې ترڅو په لویدیځې آسټرالیا کې نوې سیمې کشف کړي.
د سویلي آسټرالیا د کتابتون پر وېب پاڼه خپاره شوي معلومات بیا ښيي چې په یاد سفر کې د لارنس وېلز او بېجا دروېش ترڅنګ، چالز وېلز، جورج جونز، جور کرټلنډ، جیمز ټرینر او د سید امیر په نوم اوښبه افغان هم د دوي ملتیا کوله.
نور معلومات په تيار شوي رپوټ کې واورئ.