استرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په ۱۸۶۱ م کال کې لومړنی جومات د سویلي استرالیا په مري سیمه کې جوړ شوی. د ای بي سي شبکې معلومات ښيي چې دغه جومات د استرالیا په تاریخ کې لومړنی جومات دی او د افغانانو لخوا جوړ شوی.
د استرالیا په مري سیمه کې د لومړني جومات له جوړېدو څو کاله وروسته په ۱۸۸۸مکال کې په اډېلېډ ښارهم د افغانانو لخوا یو لوی جومات جوړ شوی.
د رسنیو لخوا په خپرو شویو راپورونو کې لیدل کیږي چې نن ورځ مسلمانان په استرالیا کې له ۳۶۰ څخه زیات د عبادت مرکزونه لري او دغه شمېرې د هرې ورځې په تېرېدو سره د زیاتېدو په حال کې دي.
سره لدې چې افغانانو په استرالیا کې لومړنی جومات جوړ کړی خو نن ورځ د استرالیا په سیډني ښار کې د لکېمبا جومات چې د علي بن ابي طالب په نوم یې هم خلک پيژني د دغه هېواد تر ټولو لوی جومات ده او دغه جومات په ۱۹۷۷م کال کې د لبنان د مسلمانانو د ټولنې لخوا جوړ شوی.
په استرالیا کې د افغانانو لخوا د لومړني جومات د جوړېدو په اړه لاډېر مالومات دلته واورئ.