ډيرو راغلو افغانانو او هنديانو له ځان سره راوړي اوښان اسټراليا کې پريښودل.
دا مهال اسټراليا کې د اوښانو شمير يو ميليون ته رسيږي چې دا ډير شمير د اسټراليا حکومت لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی.
اسټراليايي حکومت اوس د وحشي اوښانو له مينځه وړلو پروګرامونه پلي کوي ولې بيا يوه بزګره وايي، اوښان هم غوښه لري او هم شيدې ورکوي نو ځکه يې د اوښانو فارم پرانيستی او وحشي اوښان ژغوري او شيدې يې مارکيټ ته وړاندې کوي.
نور بشپړ رپوټ کې واورئ.