نن مو تاسو ته د لونر يا قمري کال په اړه په زړه پوري معلومات راټول کړي چې اوريدو څخه يې د معلوماتو ترلاسه کولو ترڅنګ خوند هم واخلئ.
لونار (قمري) کال ډيره کې چين او د اسيا ختيځ هيوادونو وګړو لپاره د کلتور مهمه برخه او هم د نوي کال ورځ تر ټولو مهمه او رنګينه وي.
که د نړۍ هر ګوډ کې ژوند کوئ نو داسې ګاونډي يا د ښار اوسيدونکي به لرئ کوم چې له ختيځ اسيايي هيوادونو څخه وي او لونار (قمري) کال لمانځي.
اسټراليا کې هم لونار کال د پسرلي پيليدل پيل او د کلتور يوه مهمه برخه ګڼل کيږي.
داسې ويل کيږي له اسيا وروسته د لونار (قمري ) کال تر ټولو ستره لمانځنه په اسټراليا کې ترسره کيږي.
د چينايانو کال تاريخ، کلتور او نور معلومات مو تاسو ته پدې رپوټ کې چمتو کړي چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.