د آسټرالیا په سیډني ښار کې هر کال له کوچني اختر وروسته یوه لویه مېله جوړېږي چې د Multicultural Eid Festival & Fair په نوم یادېږي.
د سیډني په فېیرفیلډ کې دغه مېله لومړی ځل په ۱۹۸۵ کال کې جوړه شوې، له هغه مخکې مسلمانانو اختر یوازې په خپلو کورونو کې لمانځله.
د مختلفو کلتورونو د اختر مېله او نندارتون د تېرې یکشنبې په ورځ د ۳۹ ځل لپاره د فېیرفیلډ په شو ګراوند ( Fairfield Showground) کې جوړه شوې و.
دغه مېله په آسټرالیا کې د مسلمانانو تر ټولو لویه مېله بلل کېږي او د مخلتفو کلتورونو او مذهبونو خلک په کې ګډون کوي.
اس بي اس پښتو له دوو تنو افغانانو سره چې په دغه میله کې یې ګډون کړی وه خبرې کړي دي. د خبرو د اورېدلو لپاره د پلې (Play) تڼۍ کېګاږئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.