تاریخ پوهان لیکي چې لومړی ځل درې تنه اوښبه افغانان هر یو دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان آسټرالیا راغلي وه چې له هغې وروسته د اوښبه افغانانو د راتګ لړۍ د څو لسیزو لپاره دوام پیدا کړی.
د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰م کلونو ترمنځ شاوخوا ۳۰۰۰ اوښبه افغانان آسټرالیا ته راغلي وه چې له دغې ډلې څخه یو شمېر په آسټرالیا کې پاتې شوي، مګر ډیری اوښبه افغانان بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي.
اوښبه افغانانو د آسټرالیا په پرمختګ کې مهمه رول لوبولی له همدې امله په آسټرالیا کې له اوښبه افغانانو څخه په ښه نوم یادونه کېږي.
اسناد ښيي چې د اوښبه افغانانو په ډله کې یو تن د حسن موسی خان په نوم یادېده. نوموړی د ۱۸۶۳م کال د مې میاشتې پر ۳۰ نېټه د بریتانیوي هند په کراچۍ ښار کې زېږېدل وه او د پښتنو له ترین قوم څخه وه.
آسټرالیا ته د راغلو اوښبه افغانانو په ډله کې یو زیات شمېر پښتانه له بریټانوي هند څخه راغلي وه، له همدې امله تاریخ پوهان لیکي چې حسن موسی خان هم د بریټانیوي هند اوسېدونکی وه.
دا خبره صحیح ده چې حسن موسی خان له بریټانیوي هند څخه راغلی وه، مګر هغه په اصل کې د افغانستان د جنوبي سیمو اوسېدونکی وه او د پښتنو له ترین قوم سره یې تړاو درلوده.په آسټرالیا کې د احمدیه مسلمانانو د ټولنې پر ویب پاڼه خپاره شوي معلومات ښيي چې حسن موسی خان په ۱۸۴۲ م کال کې زیږېدلی وه او لومړنی احمدیه مسلمان وه چې آسټرالیا ته راغلی وه.
حسن موسی خان Source: Wikipedia
حسن موسی خان یو تکړه ځوان وه چې په ښونځي کې له سکالرشېپ ورسته یې په ۱۸۸۷م کال کې د ممبئي پوهنتون بورس یا سکالرشېپ هم ترلاسه کړی وه.
نوموړي د ۱۸۸۹ او ۱۸۹۲ م کلونو ترمنځ په بریټانیوي هند کې د معلم او سرمعلم په توګه دندې ترسره کړې وې او تر هغې وروسته په ۱۸۹۶ م کال کې آسټرالیا ته راغلی وه.
تاریخ پوهان ليکي چې حسن موسی خان د پښتو ژبې ترڅنګ په انګلیسي، اردو، فارسي او سندي ژبو روانې خبرې کولې او له عربي ژبې سره یې هم بلدتیا درلوده.
د اوښبه افغان، حسن موسی خان د ژوند په اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په رپوټ کې اورېدلی شئ.