مهم ټکي:
- د هاربر پل د ۱۹۳۲ کال د مارچ د میاشتې په ۱۹ نېټه پرانستل شوی او د سیډني ښار مرکزي سیمې له شمالي سیمو سره نښلوي.
- د اوپرا هاوس ودانۍ په ۱۹۷۳ م کال کې د انګلستان د پخوانۍ ملکې دویمې الېزابېت لخوا پرانستل شوې ده.
- هر کال په میلیونونو سیلانیان د سیډني له اوپرا هاوس او هاربر پل څخه لیدنه ترسره کوي.
آسټرالیا دسیل یو زیات شمېر ښکلي ځایونه لري چې هر کال یې په میلیونونو سیلانیان لیدلو ته ورځي. مګر د اوپرا هاوس ودانۍ او هابر پل د آسټرالیا د نورو ځایونو په پرتله زیات مینوال لري او په نړیواله کچه یې خلک د دغه هېواد د سمبولونو په توګه پېژني.
د سیډني اوپرا هاوس او هاربر پل له یو بل سره نږدې موقعیت لري. د اوپرا هاوس ودانۍ او د هابر پل د انځور په لیدلو سره د نړۍ زیات شمېر خلک پوهېږي چې چېرته موقیعت لري.
د سیډني هاربر پل یا هاربر برېج
د هاربر پل یا هاربر برېج شاوخوا ۹۲ کاله وړاندې، د ۱۹۳۲ کال د مارچ د میاشتې په ۱۹ نېټه پرانستل شوی او د سیډني ښار مرکزي سیمې له شمالي سیمو سره نښلوي.
لومړۍ ځل په ۱۸۱۵م کال کې یو معمار وړاندیز کړی وه ترڅو د سیډني ښار د شمالي او سویلي سیمو دنښلولو لپاره يو پل جوړ شي. تر دغه وړاندیز شاوخوا څلویښت کاله وروسته د پيټر هنډېسن په نوم یوه انجینیر هم د پل د جوړولو لپاره وړاندیز وکړ ترڅو د ملسنز پاینټ او داویس پاینټ ترمنځ جوړ شي خو تر وړاندیز وروسته هېڅ عملي ګام پورته نشو.
Credit: www.livonne.com.au
په ۱۹۲۳م کال کې د پل د جوړولو عملي کارونه پيل شوي او په ۱۹۳۲ کال کې د کارونو له بشپړېدلو وروسته د سیډني هاربر پل پرانستل شوی چې تر هغې وروسته په دوامداره توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي.
د سیډني اوپرا هاوس ودانۍ
د څلوېښتمې لسېزې په وروستیو کې د نیو ساوت ویلز ایالت د موسیقۍ دهنرونو د مرکز مشر یوجین ګووسن د لومړي ځل لپاره وړاندیز کړی ترڅو د تیاتر نمایشونو لپاره یوه ودانۍ جوړه شي.
په ۱۹۵۴ کال کې هغه پدې توانېدلی ترڅو د نیو ساوت وېلز ایالت د مشر ملاتړ ترلاسه کړي او تر هغې وروسته د ودانۍ د طرحې او ډيزاین لپاره سیالۍ پيل کړي.
په ۱۹۵۵م کال کې له ۳۲ هېوادونو څخه ۲۳۳ انجینرانو خپلې طرحې شریکې کړې خو د ډنمارکي انجنیر جان اوتزن طرحه په ۱۹۵۷م کال کې کټونکې اعلان شوې.
د اوپرا هاوس ودانۍ په ۱۹۷۳ م کال کې د انګلستان د پخوانۍ ملکې دویمې الېزابېت لخوا پرانستل شوې ده.