مهم ټکي:
- د آسټرالیا ملي بیرغ د دغه هېواد ملي سمبول دی او شاوخوا ۱۲۳ کاله اوږد تاریخ لري.
- له ۱۹۹۶ م کال وروسته، هر کال د سپټمبر د میاشتې درېیمه نېټه په آسټرالیا کې د بیرغ د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
- له ۱۹۸۴ کال وروسته د آسټرالیا د ملي سرود په متن کې یو ځل د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لږ بدلون راغلی دی.
د ۱۹۰۱م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د نیو ساوت وېلز، ویکټوریا، تزمانیا، کوینزلنډ، سویلي آسټرالیا او لویدیځې آسټرالیا مستعمرې سره یو ځای شوي او د آسټرالیا هېواد یې جوړ کړی.
د آسټرالیا له جوړېدو وروسته په ۱۹۰۱م کال کې د بېرغ د ډیزاین لپاره سیالۍ په لاره اچول شي او له شاوخوا ۳۲ زرو ډیزاینونو څخه د آسټرالیا د بیرغ ډیزاین انتخاب شوی.
د آسټرالیا هېواد ملي بیرغ، لومړی ځل د ۱۹۰۱ م کال د سپټمبر پر ۳مه د ملبورن ښار په شاهي نندارتون کې پورته شوی او تر هغې وروسته د رسمي بیرغ په توګه دننه او بهر په ملي او نړیوالو مراسمو کې د دغه هېواد د سمبول په توګه کاروول کېږي.
LISTEN TO
د آسټرالیا هېنداره: په آسټرالیا کې مسلمانان او د هغوی مذهبي ځایونه
SBS Pashto
04/04/202404:02
له ۱۹۹۶ م کال وروسته، هر کال د سپټمبر د میاشتې دریمه نېټه په آسټرالیا کې د بیرغ د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
د آسټرالیا د ملي بیرغ ترڅنګ په دغه هېواد کې یو شمېر نور بیرغونه هم شته چې په رسمیت پېژندل شوي او د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي، د بیلګې په توګه د بومي آسټرالیایانو بیرغ چې په دغه هېواد کې په لسهاوو زره کاله اوږد تاریخ لري.
د آسټرالیا ملي سرود د سکاټلنډي موسیقي غږونکي، پیټر ډاډز مکورمک لخوا په۱۸۷۸م کال کې کمپوز شوی.
مګر د وخت په تېرېدلو سره د ملي سرود په لومړني متن کې څو ځله بدلون راغلی دی او د ۱۹۸۴ کال د اپریل د میاشتې پر ۱۹ نېټه د دغه هېواد د ملي سرود په توګه پېژندل شوی چې تر نن ورځې پورې په رسمي مراسمو کې غږول کېږي.
له ۱۹۸۴ کال وروسته د آسټرالیا د ملي سرود په متن کې یو ځل د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه لږ بدلون راغلی دی.
د آسټرالیا د بیرغ او ملي سرود په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
LISTEN TO
د آسټرالیا د تابعیت له ترلاسه کولو وروسته تاسو کوم حقونه او مسئولیتونه لرئ؟
SBS Pashto
06/06/202404:51
د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.