اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ مخکې د دغه هېواد لرې پرتو سیمو ته تګ راتګ ډېر ګران کار وو، له همدې امله د اسټرالیا په ځینو مستعمرو کې چارواکو پریکړه کړې ترڅو اوښان اسټرالیا ته راوستل شي ځکه اوښانو کولای شول په وچ اقلیم کې د اوبو او خوړو له ستونزې پرته سفر وکړي.
اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد د پرمختګ په برخه کې مهمه رول لوبولی چې نن ورځ هم له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. لومړنیو افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شیانو او معادنو په لېږد، د اورګاډو د پټلی او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې مهمه کارونه ترسره کړي.
په اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو د فعالیتونو او خدمتونو په لا ډېر معلومات کولای شئ د مجیب منیب په معلوماتي راپور کې واورئ.