کابل ښاریان: د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، خو د توکو بیې نه دي ټیټې شوي

Afghanistan_food prices.png

Credit: Gettyimages/AAP

د اس بي اس راډیو اپلېکېشن ترلاسه کړئ

د اوریدلو نورې لارې

د افغانستان په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت په بیسارې کچه لوړ شوی.


د معلوماتو له مخې دمګرۍ د افغانستان د صرافیو په مارکیټونو کې یو امریکايي ډالر ۶۷ افغانۍ تبادله کیږي په داسې حال کې چې میاشت وړاندې بیا دغه بېه تر ۷۰ افغانیو پورې رسېده.

دا په تېرو درې کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د ډالرو بېه د افغانیو پر وړاندې تر دې کچې رالوېږي.

خو د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ بیه لوړه شوې خو د توکو په بېو کې هېڅ تغیر نه دی راغلی.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

شریکول