مهم خبرونه:
- روسیه وايي، تر هغه چې د طالبانو نوم له ممنوعه لېست څخه لرې نشي، د دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.
- د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت وايي، کابل ښار کې يې زرګونه جرېبه ځمکه دولتي تثبیت کړې.
- د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن له بنګله دېش سره مخامخ کیږي.
- یوناما په افغانستان کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په پار د یوې کارې ډلې له جوړېدو خبر ورکړی.
روسیه وايي، تر هغه چې د طالبانو نوم له تور لېست څخه لرې نشي له دغې ډلې سره د اړیکو پراختیا ناشونې ده.
دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخاروا کړې او ویلي يې دي چې روسیه غواړي له کابل سره د ترهګرۍ او نشه يې توکو پر وړاندې مبارزې په ګډون د ګډو ګټو اړوندو برخو کې تعامل پراخ کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیات کړې چې له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي لپاره له طالبانو سره د اړیکو پراختیا اړېنه ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغه کړي چې د طالبانو لوړو پوړو چارواکو د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د روسیې د امنیت شورا له منشي سره تر کتنې وروسته وویل، کرملین ژمنه کړې چې د روسیې د ممنوع الخروج سازمانونو له نوملړ څخه به د طالبانو نوم لرې کړي.
LISTEN TO
کابل ښاریان: د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی، خو د توکو بیې نه دي ټیټې شوي
SBS Pashto
15/10/202405:42
د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، کابل ښار کې يې زرګونه جريبه ځمکه دولتي تثبیت کړې.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دوی د ځمکو د غصب کمېسون له لوري د کابل ښار په شیرپور سېمه کې دولتي ځمکه تثبیت شوې.
اعلامیه کې ویل شوي چې د دغو ځمکو مالکینو د خپل ملکیت د ثابتولو لپاره قانوني اسناد نه درلودل.
اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي چې دغه ځمکې د چا لخوا غصب شوې دي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په ټول افغانستان کې سلګونه جرېبه ځمکه دولتي تثبېت کړې.
LISTEN TO
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د کرېکټ را روانې سیالۍ څومره مهمې دي؟
SBS Pashto
26/11/202405:36
د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله نن د بنګله دېش لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته کېږي
د اسیا جام سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، ۸ لوبډلې پکې برخه لري او پر دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
د دغو سیالیو په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او جاپان لوبډلې او په ب ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، سریلانکا او نیپال لوبډلې شاملې دي.
د یادونې ده چې د دغو سیالیو پایلوبه به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په اتمه ترسره شي.
LISTEN TO
فرهان زاخیل غواړي د آسټرالیا د کرېکټ په ملي لوبډله کې شامل شي
SBS Pashto
26/02/202407:20
یوناما په افغانستان کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه د یوې کاري ډلې د جوړېدو خبر ورکړی.
د افغانستان د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د نومبر په ۲۸مه د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه کاري ډله د دوحې د درېیمې ناستې د پریکړو پر بنسټ جوړه شوې او موخه يې په افغانستان کې له حاکمو چارواکو سره په ګډه د نشه يې توکو پر وړاندې مبارزه ده.
ددغې کارې ډلې د جوړېدو غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا، له نشه يې توکو سره مبارزه د افغانستان لپاره مهمه مساله بللې او په وینا يې پر کلیوالي ټولنو او د سیمې پر سولې او ثبات دواړو اغېزه کوي.