په آسټرالیا کې د کاروبار پیلول ډېرې ګټې لري. دغه هېواد د قوي زیربنا، یو ماهر کاري ځواک او حکومتي نوښتونو له لارې د نوښت او تشبث ملاتړ کوي
د استرالیا متحرک اقتصاد او د سوداګرۍ د ملاتړ چاپیریال د متشبثینو لپاره یو استثنایی پس منظر چمتو کوي.
عبدالله عبدالله، په سیډني کې میشت د اقتصاد شنونکی ټینګار کوي چې استرالیا یو باثباته اقتصاد لري. یو باثباته اقتصاد د دواړو پانګوالو او متشبثینو لپاره د بنسټ ډبرې په توګه کار کوي.
هغه وايي، د کرونا له وبا پرته د آسټرالیا اقتصاد په پرله پسې ډول وده کوي.
Economics Analyst Abdallah Abdallah
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.