په نولسمه پېړۍ کې اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته په لومړیو کلونو کې اوښبه افغانانو له ښارونو او بندرونو څخه د اسټرالیا لرې پرتو سیمو ته خوراکي توکي وړل او د لرې پرتو سیمو له کانونو څخه به یې استخراج شوي مواد ښارونو او بندرونو ته لېږدول. د دې ترڅنګ به اوښبه افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو د کشف په موخه هم له څېړونکو سره سفرونه ترسره کول ترڅو د اسټرالیا لرې پرتې سیمې کشف او طبعي زیرمې یې وموندل شي.
د ۱۹ پېړۍ په وروستیو لسیزو کې، د هغه وخت حکومت پریکړه کړې و ترڅو د اسټرالیا په لرې پرتو سیمو کې د ریل پټلۍ جوړه شي او د دغه هېواد د شمال او لویدیځ ترمنځ سیمې سره ونښلوي.
د اورګاډي پټلۍ د جوړیدو کارونه په ۱۸۷۸م کال کې پیل شوی او ۱۹۲۹ کال کې بشپړ شوی. د اسټرالیا د تراڼسپورټي سیسټیم د جوړلو په برخه کې د افغانانو د مهمې ونډې له امله یاد ریل ته د غان نوم ورکړل شوی . ویل کېږي چې د غان یا ګان ریل اصلي نوم افغان ایکسپریس و خو د وخت په تېرېدلو سره یې نوم په غان بدل شوی.
مهرباني وکړئ، پدې اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.