اوټېزم یو ډول عصبي اختلال دی چې په بېلابېلو لارو یو فرد زیانموي. هغه کسان چې په اوټېزم ناروغۍ اخته دي، مغز یې تر نورو انسانانو بل ډول وده کوي، پدې مانا چې د مغز ځینې برخې یې تر نورو په چټکۍ دوده کوي او ځینې برخې یې په تېزوالي سره وده نشي کولای.
د اوټېزم ناروغۍ پرمهال اخته ماشومان نشي کولای په صحیح ډول خبرې وکړي او د پوښتنو ژر ځواب ورکړي. همدا راز د یوه کار د ترسره کولو لپاره باید اخته کس ته باید څو ځله وویل شي ترڅو هغه کار ترسره شي.څېړنې ښيي که چېرې په اوټېزم اخته ماشوم په لومړیو وختونو کې وپېژندل شي او د ماشوم درملنه پیل شي نو پدې مانا ده چې لوبه بدلېدلی شي.
Source: Getty Images/mrs
جنیټیکي څېړنې ښيي، که چېرې د یوه ماشوم مور یا پلار اوټېزم ولري نو د دې امکان شته چې ماشوم هم په اوټېزم اخته شي. همدا راز د اوټېزم اختلال د انجونو په پرتله په هلکانو کې زیات پېژندل شوی.
د اوټېزم ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اوریدلی شئ.