په سمندرونو کې بېلابېل مخلوقات شتون لري چې ځینې یې ممکن د لامبو پرمهال تاسو ته خطر پېښ کړي. مګر د سمندرغاړو د خوندیتوب په اړه پوهاوی له اوبو سره د تړلو خطرونو کمولو لپاره اړین دی.
د آسټرالیا په بډایه سمندري ایکوسیستم کې د شارک ماهي بېلابېل ډولونه لکه سپین شارک ، ټایګر شارک، بول شارک او یو شمېر نور شتون لري.
دا مخلوقات د سمندري روغتیا او توازن په ساتلو کې حیاتي دی.
Dr Paul Butcher – Image: New South Wales Department of Primary Industries.
د شارک ماهي چلند او د دوی د استوګنځایونو په اړه پوهاوی کولی شي په سمندرغاړو کې د شارک ماهي د برید خطر کم کړي.
ډاکټر پاول بوچر د نیو ساوت ویلز ایالت د لومړنیو صنعتونو په څانګه کې ساینس پوه دی.
هغه وايي دا اړینه ده ترڅو د سمندرونو د روغتیا په ساتلو کې د دې مخلوقاتو په اهمیت پوه شو.
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
Lifesavers on patrol at the beach – Image: Surf Life Saving Australia.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.