یاد ایالت د سویلي استرالیا په نوم یادېږي چې د اسټرالیا د اصلي وچې په سویل کې پروت دی.
د سویلي اسټرالیا ایالت د ۹۸۰ زره کیلومتره مربع مساحت په درلودلو سره د اسټرالیا څلورم لوی ایالت شمېرل کېږي
تاریخي اسناد له مخه بومي اسټرالیایان د ياد ایالت لومړني اوسیدونکي دي ولې بيا لومړي ځل لپاره دغه ایالت ته یوه هالندي په 1627 م کال کې سفر ترسره کړی.
د اسټرالیا د کرېکټ په سوداګریزو لوبو کې د دغه ایالت لوبډله د آډېلېډ سټرایکرز په نوم یادېږي چې له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان د کرېکټ پېژندل شوی لوبغاړی راشد هم په کې لوبېږي.
د سویلي اسټرالیا په ایالت کې افغانان اوږد تاریخ لري، په ۱۹ پېړۍ کې یو زیات شمېر اوښبه افغانان یاد ایالت ته کډه شوي او په یاد ایالت کې یې د بنسټیزو جوړښتونو په رغولو کې مرسته کړې.اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ وروسته د اسلام دین خپور شوی. په ۱۸۶۱ م کې افغانانو د یاد ایالت په مري سیمه کې لومړنی جومات جوړ کړی او تر هغې وروسته په ۱۸۸۸م کال کې افغانانو د اډېلېډ په ښار کې یو بل لوی جومات جوړ کړی چې نن ورځ هم مسلمانان په کې عبادت ترسره کوي.
Two-Afghan-handlers-and-their-camels-one-of-which-is-wearing-traditional-decorative-harness-circa-1890 Source: State Library of South Australia
د اسټراليا سويلي ايالت په اړه جوړ شوی رپوټ بشپړ رپوټ واورئ.