د جمهوریت له سقوط مخکې احمدالله فضلي غوښتل چې یوه ورځ د خپل هېواد د ملي لوبډلې لپاره لوبه وکړي، خو کله چې طالبانو د هېواد واک تر لاسه کړ، هغه خپل هېواد پرېښود او آسټرالیا ته کډه شو.
ښاغلی فضلي اوسمهال د آسټرالیا په نیوکاسل ښار کې ژوند کوي او د چالز ټاون په نوم کرېکټ کلب سره لوبې ترسره کوي.
هغه وايي: "کلب زما له فعالیت څخه ډېر خوښ دی، زه هم غواړم پرمختګ وکړم او خپلو اهدافو ته ورسېږم."
"ما ډېره مبارزه او هڅه کړې ده. زه سل په سلو هڅه کوم ترڅو د راتلونکي کال په بیګ باش لیګ کې ولوبېږم."
"زه غواړم په نړیواله کچه د آسټرالیا لپاره لوبه وکړم او دا به زما لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وي."
مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په مرکې کې واورئ.
زموږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.