اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ، خپل دین او کلتور ته ځانګړې پاملرنه او احترام درلود، له همدې امله د استرالیا هرې سیمې ته د افغانانو له ورتګ سره هلته د افغانانو لخوا جوماتونه او یا هم د عبادت لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ شوي چې یو شمېر مرکزونه تراوسه پورې هم شتون لري.
په ۱۸۶۰ م کال کې ، د لومړنیو اوښبه افغانانو د راتګ پر مهال په اسټرالیا کې هېڅ جومات شتون نه درلود، له همدې امله به اوښبه افغانانو په خپلو کورونو کې لمونځونه ادا کول خو د وخت په تېرېدلو سره افغانان پدې لټه کې شوي ترڅو د عبادت لپاره جومات جوړ کړي.
په ۱۸۶۱ م کال کې اوښبه افغانانو لومړنی جومات د سویلي اسټرالیا په مري سیمه کې جوړ کړی. یو شمېر لیکوالان باور لري چې دغه جومات د عبدالقادر په نوم افغان لخوا جوړ شوی وو.
د مري جومات له جوړېدلو وروسته اوښبه افغانانو په نیوساوت وېلز، لویدیځې اسټرالیا او کوینزلنډ ایالتونو کې هم لومړني جوماتونه جوړ کړي. تاسو کولای شئ، پدې اړه لا ډېر معلومات د مجیب منیب په راپور کې واورئ.