د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت له ۱۶ زرو څخه زیاتو افغانانو ته بشردوستانه ویزې ورکړي دي

د آسټرالیا د بشردوستانه ویزو په اړه وروستي معلومات دلته لوستلی شئ.

What do you do if you find yourself with an expired visa in Australia? Passport, Visa, Settlement Guide, Beach, Temporary resident

What do you do if you find yourself with an expired visa in Australia? Source: Getty / Getty Images

مهم ټکي:
  • د جمهوریت له سقوط وروسته شاوخوا ۱۶ زره افغانانو ته د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ورکړل شوي.
  • د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت د نږدې ۷۰ زره کسانو غوښتنلیکونه رد کړي‌ دي.
  • د څلورو کټګوریو ترڅنګ، آسټرالیا هغو کسانو ته لومړیتوب ورکوي چې له افغانستان څخه بهر دي.
په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۲۶ زره او ۵۰۰ بشردوستانه ویزې اعلان کړي، ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته (د ۲۰۲۱ کال د آګسټ د پنځلسمې او د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱مې ڼېټې پورې) د بشردوستانه ویزو لپاره د افغانانو لخوا شاوخوا ۴۸ زره غوښتنلیکونه سپارل شوي چې د ۲۲۰ زره او ۷۸۷ کسانو لپاره په کې د ویزو غوښتنه شوې.
د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت لخوا خپاره شوي معلومات ښيي چې د جمهوریت له سقوط وروسته د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر ۳۱مې نېټې پورې د شاوخوا ۸۵ زره کسانو غوښتنلیکونه نهايي شوي او ۱۶ زره او ۸ کسانو ته د آسټرالیا بشردوستانه ویزې ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه خپرې شوې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د نږدې ۷۰ زره افغانانو غوښتنلکونه رد شوي‌ دي.
کومو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي؟

د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند تېره میاشت اس بي اس پښتو ته ویلي وه چې "حکومت د افغان ټولنې ملاتړ ته ژمن دی" او تر د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو تر مالي کاله یې ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې ځانګړې کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په ځانګړو شویو ویزو کې "لومړیتوب هغو کسانو ته ورکول کیږي چې له خپل هیواد څخه بهر دي" او له لاندې ډلو څخه وي:
  • ښځې او نجونې، توکمیز اقلیتونه، +LGBTQI او نورې پیژندل شوې اقلیتي ډلې.
  • د کډوالۍ او بشردوستانه ویزو لرونکو افغانانو د کورنۍ نږدې غړي ( ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • د آسټرالیا د حکومت لخوا تصدیق شوي پخواني محلي کارمندان (LEE) او د دوی د کورنۍ نږدې غړي (ښځه او له ۱۸ کلونونو کم عمر لرونکي ماشومان).
  • هغه کسان چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) لخوا آسټرالیا ته د بیا میشتیدنې لپاره معرفي شوي اوسي.
LISTEN TO
Life in Australia:  Everything you need to know about immigration and visas for Australia image

کډوالي او آسټرالیا ته د مهاجرت بېلابېلې ویزې

15:17
څومره وخت کې غوښتلیکونه ارزول کېږي؟

د غوښتنلیکونو ارزونه د هر شخص ځانګړو شرایطو، موقعیت، د سفر امکاناتو، د اسنادو له سپارلو او د آسټرالیا د حکومت مامورینو ته لاسرسی سره تړلې خبره ده. په دې معنی چې د ځینو کسانو د غوښتنلیکونو ارزونه ممکن لږ او د ځینو نورو ډېر وخت ونیسي، خو د دقیق وخت په اړه یې تر اوسه معلومات ندي شریک شوي.

په بشردوستانه پروګرام کې د ویزې ټول غوښتنلیک سپارونکي کسان باید د ویزې معیارونه پوره کړي او د شخصیت، امنیت او روغتیا لپاره د عامه ګټو معیارونه پوره کړي کوم چې د ویزې له صادرولو مخکې ترسره کېږي.

د لا ډېرو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له .

شریکول
خپور شوی 7/02/2024 په 4:04pm
سرچینه: SBS