آيا پوهيږئ د مورنۍ نړيوالې ژبې ورځ ولې او د کوم هيواد له مبارزې څخه رامينځته شوه؟

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ، چې د فبرورۍ په ۲۱ نیټه لمانځل کیږي، د ملګرو ملتونو لخوا د ۱۹۹۹ کال راهیسې په رسمیت پیژندل شوې. د کلتوري او ژبني تنوع دا نمانځل د ۱۹۵۰ لسیزې په هغه غورځنګ کې ریښې لري چې په بنګله دیش کې د بنګالي ژبې د حق لپاره له مبارزې سره پيل شو او هغه وخت بنګله ديش د ختيځ پاکستاب بلل کيده.

MicrosoftTeams-image.png

A fine art student paints on a wall at the central Shaheed Minar area ahead of the International Mother Language Day, in Dhaka, Bangladesh, on February 19, 2023. Credit: Rehman Asad/NurPhoto via Getty Images

Key Points
  • د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه په بنګله دېش کې پنځه زده کوونکي د خپلې مورنۍ ژبې د ویلو حق غوښتلو په اعتراض کې ووژل شول.
  • یونیسکو په ۱۹۹۹ کې دغه ورځ د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه
  • دا اوس په ټوله نړۍ کې د کلتوري او ژبني تنوع جشن په توګه لمانځل کيږي
په ۱۹۴۷ کې، هند او پاکستان د خپلواکو دولتونو په توګه زیږیدلي او هماغه وخت کې د بنګال سیمه هم پر دوو برخو وويشل شوه چې د هندو اکثریت سره لویدیځ بنګال د هند برخه شوه، په داسې حال کې چې مسلمان اکثریت ختیځ بنګال (اوس بنګله دیش) د پاکستان برخه اعلان شوه.

که څه هم په ختیځ پاکستان( بنګله ديش) کې تر نیمایي زیات خلک په بنګالي ژبه خبرې کوي، خو د پاکستان حکومت اردو د رسمي ژبې په توګه اعلان کړه، یوازې په عربي رسم الخط کې د بنګلا ژبې کارولو اجازه ورکړه.

ډاکټر جان هوډ، د اندولوژي، بنګله ادبیاتو، فلم او تاریخ برخو کې په اسټرالیا کې يو څیړونکی دی، نوموړی وايي د هغه وخت په اسمبلۍ کې د پاکستان حکومت لخوا اردو ژبې له زور او جبر سره پر خلکو کارولو خلاف د اعتراضونو له ناکامۍ وروسته، حکومت دې مسلې په اړه د لاریونونو د مخنیوي لپاره کرفیو او هم غونډو جوړول غير قانوني اعلان کړل.

ډاکټر هود ایس بی ایس بنګلا ته وویل: "هغه څه چې د فبرورۍ په ۲۱ نیټه د ۱۹۵۰ لسیزې په لومړیو کې پیښ شوي په حقیقت کې د ژبې لمانځنه نه وه، دا په حقیقت کې د یوې ژبې د شتون لپاره مبارزه وه."
1952_Bengali_Language_movement.jpg
Procession march held on 21 February 1952 in Dhaka. Credit: Rafiqul Islam uploaded by Rama's Arrow on Wikipedia, Public domain, via Wikimedia Commons
د ۱۹۵۲ کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د بنګالي محصلینو یوې ډلې د پاکستان د حکومت کرفیو ماته کړه او مظاهره يې پيل کړه. مظاهره کې کډونوالو له پاکستاني حکومت څخه وغوښتل ترڅو دې د بنګله دېش ژبه د دولتي ژبې په توګه وپيژني. پولیسو پر مظاهره کوونکو ډزې وکړې او د عبدالسلام، ابوالبرکات، رفیق الدین احمد، عبدالجبار او شفیع الرحمن په نومونو زده کوونکي یې ووژل.

نرمل پال، چې د ژبې فعال دی او په استرالیا کې د مورنۍ ژبې د غورځنګ تنظیم کوونکی دی، وویل، "دا د نړۍ [تاریخ] کې لومړی ځل و چې د مورنۍ ژبې حق غوښتونکي کسان په ډزو ووژل شول."
LISTEN TO
The largest Pashto language school in Australia image

آيا پوهيږئ په اسټراليا کې د پښتو ژبې تر ټولو لوی ښوونځی چيرې دی؟

SBS Pashto

16/03/202227:03
د پاکستان حکومت بالاخره څو کاله وروسته د مورنۍ ژ‌بې ساتلو د غورځنګ د فشار له مخې په ۱۹۵۶ کال کې بنګالي ژبه د رسمي ژبې په توګه په رسمیت وپېژندله.

له هغه وخت راهیسې، د بنګله دیش خلک دا ورځ په درناوي سره یادوي.
تر ۱۹۹۹ کال پورې دا ورځ د ملي شهیدانو د ورځې په نوم یادیده، ولې بيا وروسته یونیسکو دا ورځ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په توګه اعلان کړه.

ژبه او هویت

عبدالمتین یو له هغو زده کوونکو له مشرانو څخه و چې له ډزو ژوندی پاتې شو او وروسته د بنګله دېش حکومت د هغه قرباني هم وستايله.
Abdul Main and Gulbadan Nesa Monica
Abdul Matin (Bhasha Matin) and his wife Gulbadan Nesa Matin Credit: Gulbadan Nesa Matin
د هغه میرمن، ګلبدان نیسا مونیکا، اس بي اس بنګله ته وویل، "د ۲۱ د ډزو بريد وروسته، خلکو په هغه ځای کې شهيدانو لپاره یو لنډمهاله د شهید منار (د شهید برج) جوړ کړ. خو حکومت هغه هم ړنګ کړ."

په ۱۹۸۳ کې، د بنګله دیش حکومت په هغه ځای کې د ژبې ساتلو قربانيانو په ياد کې یو دایمي برج جوړ کړ چې زده کونکي پکې مړه شوي ول.

د دې ورځې کلنۍ یادونه د ډیری بنګله دیشیانو د ماشومتوب په یادونو کې ځای لري.

ژبې په خطر کې

نن ورځ په نړۍ کې ډیری ژبې د ورکیدو له ګواښ سره مخ دي.

د ۲۰۲۱ یوه څیړنه چې مشري یې د اسټرالیا ملي پوهنتون (ANU) لخوا کیږي، ښیې چې په نړۍ کې د ۷،۰۰۰ ژبو نیمایي د خطر سره مخ دي، او پرته له کوم نوښتونو څخه ډیری یې د دې پیړۍ تر پایه ورک کیدی شي.

سږکال، د یونیسکو غونډې به د څو ژبو وړتیا وڅیړي، ځکه چې دا اټکل کوي چې د نړۍ په کچه ۴۰ سلنه نفوس په هغه ژبه کې زده کړې ته لاسرسی نلري چې دوی پرې خبرې کوي یا پوهیږي.

په آسټرالیا کې، د استعمار څخه دمخه د ۲۵۰ د اسټراليا اصلي اوسيدونکو ژبو څخه، یوازې ۴۰ ویل کیږي او ۱۲ ژ‌بې بيا ماشومانو ته تدریس کیږي.

ښاغلی پاول باور لري چې د IMLD غونډې او هڅې کولی شي نړیواله ټولنه وهڅوي چې د خطر سره مخ ژبو د ساتنې لپاره هڅې ګړندۍ کړي. هغه وويل: "[په دې ډول] به نورې ژبې له لاسه ورنکړل شي."
LISTEN TO
pashto language dr ehsan azari image

بهر هيوادونو کې د مورنۍ ژبې ساتل کومې ګټې لري؟

SBS Pashto

21/02/202311:24
———————————————————————————

زموږ د له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ  ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ 

زمونږ خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 21/02/2023 په 5:56pm
اپډیټ شوی 21/02/2023 په 9:23pm
لخوا Tareq Nurul Hasan, Carl Dixon
وړاندې کوونکی SBS Pashto
سرچینه: SBS