د 'بې پولې کرېکټ' لوبډلې د افغانستان د ښځو لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې د جمهوریت له سقوط وروسته نن د آسترالیا په ملبورن ښار کې د لومړي ځل لپاره لوبه ترسره کړي.

475334599_8836548533137189_3466683000182832896_n.jpg

Credit: Facebook / Rita Anwari

د افغانستان د ښځو د کرېکټ لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د بې پولې کرېکټ لوبډلې لپاره ۱۰۴ منډې هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې شازیه ځاځۍ ۴۰، نیلاب ستانکزۍ ۱۳ او شکریه نورې ۹ منډې ترسره کړې. خو د بې پولې کرېکټ لوبډلې دغه هدف په ۱۹ اورونو او دوو توپونو کې پوره کړ او بریا یې په خپل نوم ثبت کړه.

د بې پولې کرېکټ لوبډلې لوبغاړې کمالجوت کور ۲۶، ابې کولېهول ۲۲ او جېس فیلډ ۱۶ منډې ترسره کړې.
LISTEN TO
INTERVIEW WITH NOORI image

د کرېکټ نړیوالې شورا لا هم د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبغاړو لیک ته ځواب نه دی ورکړی

SBS Pashto

07/10/202404:33
سره له دې چې د آسټرالیا کرېکټ بورډ د افغانستان د ښځینه لوبغاړو ملاتړ کوي، خو تر اوسه یې د افغانستان له نارینه کرېکټ لوبډلې سره درې ځله لوبې لغوه کړي دي.

د طالبان له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان د کرېکټ ۲۲ ښځینه لوبغاړې آسټرالیا ته راغلي او اوسمهال د آسټرالیا په ملبورن او کنبرا ښارونو کې ژوند کوي.
LISTEN TO
Farhan interview image

فرهان زاخیل غواړي د آسټرالیا د کرېکټ په ملي لوبډله کې شامل شي

SBS Pashto

26/02/202407:20
زموږ دله لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 30/01/2025 په 1:10pm
اپډیټ شوی 30/01/2025 په 4:05pm
سرچینه: SBS