د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو د درې اړخیزې لوبلړۍ اتلولي خپله کړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماته ورکړه.

Untitled design.png

Credit: Facebook / Afghanistan Cricket Board

د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د پاکستان لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر سره ماته ورکړه او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

افغان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان لپاره ۲۵۱ منډې هدف وټاکه، مګر د پاکستان لوبډله د دغه هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او ټول لوبغاړي یې په ۲۲۹ منډو وسوځېدل.

په دغه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه برکت الله ابراهیمزي ۷۹، نظیف الله امیري ۵۶ او فیصل خان ۴۱ منډې جوړې کړې.
LISTEN TO
Pashto_shahid_afridi_01012024.mp3 image

شاهد افریدی وايي که چېرې فرصت برابر شي حاضر دی چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکی شي

SBS Pashto

03/01/202401:41
د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ سیالۍ د نومبر په ۱۳مه نېټه په دوبۍ کې پیل شوې وې چې تېره ورځ د افغان ځوانانو په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې له دغو سیالیو وروسته به د افغان ځوانانو لوبډله د ۱۹ کلنو د اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي چې د روانې نومبر میاشتې په ۲۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
LISTEN TO
Farhan interview image

فرهان زاخیل غواړي د آسټرالیا د کرېکټ په ملي لوبډله کې شامل شي

SBS Pashto

26/02/202407:20
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره زموږله لیدنه وکړئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ .

د اس بي اس پښتو خپرونه دلتهیا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له یا څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
خپور شوی 27/11/2024 په 9:19pm
اپډیټ شوی 27/11/2024 په 9:35pm
سرچینه: SBS