اوښبه افغانان د اسټراليا د تاريخ مهمه برخه دي او د اسټراليا ابادولو کې د هغوی مهم رول لوبول د اسټراليايي تاريخ کتابونو کې ليکل شوي.
د اسټرالیا له کشف وروسته اوښبه افغانانو د دغه هېواد په جوږښت کې مهمه ونډه لوبولې او د اسټرالیا بڼه یې د تل لپاره بدله کړې.
تاریخ پوهان لیکي چې د ۱۸۶۰ او ۱۹۲۰ م کلونو ترمنځ زرګونه اوښبه افغانان اسټرالیا ته راغلي او په دغه هېواد کې یې مهم کارونه ترسره کړي.
له همدې امله تر نن ورځې پورې له اوښبه افغانانو څخه په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي.
اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو د راتګ په اړه یو زیات شمېر تاریخ پوهان لیکي چې په ۱۸۶۰ م کال کې لومړی ځل ۳ تنه اوښبه افغانان له خپلو ۲۴ اوښانو سره اسټرالیا ته راوستل شوي او تر هغې وروسته نورو افغانانو ته هم د راتګ لاره پرانستل شوې.
د سویلي اسټرالیا د ایالتي کتابتون پر ویب پاڼه، د کډوالو په اړه خپاره شوي مالومات بیا ښيي چې په اسټرالیا کې د افغانانو تاریخ له ۱۸۰ کلونو هم زیات دی او لومړی ځل په ۱۸۳۸م کال کې ۱۸ افغانان له خپلو اوښان سره د سویلي اسټرالیا ایالت ته رواستل شوي ترڅو د اسټرالیا د ترانسپورتي سیستم په جوړولو او د اسټراليا د بېلابېلو ښارونو او سیمو په نښلولو کې مرسته وکړي.په یو شمېر خپرو شویو اسنادو کې لېدل کېږي چې، لومړی ځل د دوست محمد خان ،حسن خان او جمعه بلوڅ خان په نومونو افغانان د اسټرالیا هېواد ته راغلي.
Afghan Cameleers in Australia - Afghan Cameleers Source: State Library
اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد ته د خدمت ترڅنګ د اسلام دین ته هم خدمت کړی او د دغه هېواد په تاریخ کې یې لومړنی جومات جوړ کړی.
اسټراليا د اوښبه افغانانو په نوم خپل تر ټولو لوی، لرې واټن وښونکی او نامتو مسافر وړونکی ريل ګاډۍ (غان) هم نومولی.د اسټراليا دولتي اداره ( Royal Australian Mint ) د اوښبه افغانانو په وياړ د ۵۰ سنټ سکه جوړه او د خلکو لاسرسي ته وړاندې کړې.
Source: AAP Image/James Shrimpton
تيره مياشت اسټراليا کې د افغانستان سفير د اوښبه افغانانو راتګ ۱۶۰ کليزې لمانځنې کليزې په مناسبت په جنوبي اسټراليا کې د اوښبه افغانانو له اولادونو سره وليدل او د اوښبه افغانانو پر قبرونو يې د ګلونو ګيډۍ کيښودې.د افغانستان ولسمشر مشر اشرف غني هم په يو راليږل شوي ويډيويي پيغام کې له اوښبه افغانانو پاتې نسل سره خوا خوږۍ ترڅنګ د هغوی پلرونو لخوا د اسټراليا ابادولو کې رغنده رول پر ارزښت خبرې وکړې.
Source: Embassy of the Islamic Republic of Afghanistan
ښاغلي ولسمشر د اوښبه افغانانو پاتې نسل ته ويډيويي پيغام کې وويل د اوښبه افغانانو ميراث بايد ژوندی پاتې شي.